
کابل، د وږي ۲۶ مه، باختر
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې یاد ولایت ته لسګونو بهرنيو سیلانیانو سفر کړی او له تاریخي ځایونو څخه یې لیدنه کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر مولوي حامد احسان د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په روانه میاشت کې کندهار ته د چین، کاناډا، ایټالیا، فرانسې او ځینو نورو هېوادونو څخه ۳۴ سېلانیان وراغلي او له تاریخي سیمو څخه یې لیدنه کړې ده.
د نوموړي په وینا، د افغانستان اسلامي امارت په بریا سره یاد ولایت ته د بهرنيو سیلانیانو په وراتګ کې تر بل هر وخت زیاتوالی راغلی دی.