
کابل، د غبرګولي ١٠مه، باختر
د کندهار له مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک په سویل لوېدیځه حوزه کې د ملګرو ملتونو اړوند د بشري مرستو رسولو د همغږۍ له مسوول فرانسس سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې فرانسس وویل، چې اوسمهال د امنیت په ټینګښت سره د ملګرو ملتونو اړوند ټولې ادارې په ډېرې آسانۍ سره هغو سیمو ته مرستې رسوي، چې له دې وړاندې ورته هېڅ مرستې نه دي رسېدلې.
نوموړي زیاته کړه، چې موږ هېڅلکه مرستې له سیاست سره نه تړو بلکې؛ تل به له نظام سره په همغږۍ خلکو ته خدمتونه وړاندې کړو.
ورته مهال مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک وویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره امينت ټینګ او فساد ختم شوی، چې اوسمهال تر بل هر وخت د ډېر کار کولو زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې اوسمهال باید د ملګرو ملتونو اړوند ټولې ادارې خپل خدمتونه څو برابره ډېر او هم خپل بهرني ډونران افغانستان کې نورو مرستو کولو ته راوبولي.
هغه دغه راز وویل، چې د نظام له اصولو مطابق د هېڅ ادارې خدمتونو ته خنډ نه جوړېږي او دې برخه کې درسره بشپړه همکاري کوو.
لمر