خبرونهاقتصاد

د کندهار په صنعتي پارک کې د پنبې فابريکې فعاليت پيل کړ

کابل، د لېندۍ ١٦مه، باختر

د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د پنبې د پروسس نوې فابریکه د دغه ولایت د والي محمد یوسف وفا له لوري پرانیستل شوه.

د باختر  آژانس د خبر له مخې؛ د پنبې د پروسس یاده فابریکه د ۵۵ میلیونو افغانیو په لګښت جوړه شوې، چي په ٨ ساعته کې د ۳۲ ټنه پنبې پروسس، ٢ ټنه غوړیو تولید، ۲۰ ټنه کُنجاړې تولید او د دوه نیم ټنه صابون د تولید وړتیا لري.

د مسوولینو په خبره، د پنبې د پروسس په دغه فابریکه کې ٦٠٠ کسانو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شوې ده.

د ښوراندام په صنعتي پارک کې د پنبې د پروسس د نوې فابریکې د پرانیستنې په مراسمو کې د صنایعو او کانونو خوني رئیس سید سرور آغا اماني وویل، چې په کندهار کې ۲۷ د پنبې پروسس فابریکې فعالیت لري، چې پر مټ یې ۴ نیم زره کسانو ته په کې مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا