کابل باختردتلې دمياشتې ١٢نيټه :
د قرآن کريم دپنځلسو تنو حافظانو د فضليت پګړۍ پرون په تخار ولايت کې وتړل شوې .
دباختر آژانس دخبرله مخې ؛ دغه حافظان په دې وروستيو وختو کې د تحسين القران له ديني مدرسې څخه فارغ شوي دي .
دوى له دووکلونوڅخه تردريوکلونو پورې قرآن کريم حفظ کړى دى اونن دتالقانو ښار دحضرت عبدالله بن عباس (رض) په جامع جومات کې ديوې غونډې په ترڅ کې د دوى دفضليت پګړۍ وتړل شوې.
په دې غونډه کې وينا والو د قرآن کريم د زده کړې اوحفظ د فضليت په باب خبرې وکړې او ويې ويل ؛ هغه ميندې او پلرونه چې خپلو بچيانو ته قرآن کريم ور زده کوي د قيامت په ورځ د دوى پر سر تاج ايښودل کيږي .
پاى ج ذ
1 1 دقیقه لوستل