خبرونهروغتیا

د کندهار په ۳ ولسوالیو کې روغتونونه جوړېږي

 کابل، د تلې ۱۴مه، باختر

د کندهار د عامي روغتیا ریاست مسوولین وایی چې د دغه ولایت په ۳ ولسواليو کې به ۳ ،  ۳۰ بستریز روغتونونه جوړ شي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکټر عبدالمنان نادري د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې  ډېر ژر به په ژېړۍ، معروف او شاولیکوټ ولسوالیو کې د ۳۰ بستریزو روغتونونو د جوړولو چارې پیل شي.

د یادولو وړ ده، چې د مرکز کابل څخه د راغلي پلاوي سره په کندهار ښار او ولسوالیو کې د نویو روغتیايي مرکزونو پر جوړولو او د ځینو روغتونونو د ارتقا په اړه هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا