فرهنګ

درسانه يي شکايتونو اوسرغړونو دڅيړنې دکميسيون ابلاغيه :

کابل   باختردليندي دمياشتې  ٧ :
درسانه يي شکايتونو اوسرغړونو دڅيړنې دکميسيون ابلاغيه :
درسانه يي سرغړونو دڅيړنې د کميسيون په ننني غونډه کې  دخصوصي رسانه يي خپرونو په باره کې  خبرې وشوې  او له هر اړخيزې څيړنې وروسته داسې تصميم ونيول شو :
( لکه څنګه  چې ليدل کيږي او اوريدل کيږي  ديوشميررسنيو خپرونې  له ديني اوملي ارزښتونو او دغه ر از دهيواد  له لوړو ګټو سره سمون نه لري . په تيره بيا  دځينو خصوصي رسنيو په خپرونو کې  د ٢٠١٤ کال  اوله هغه وروسته په باب داسې مطالب خپاره شوي دي  چې دخلکو اودملکي او نظامي په ګډون ددولتي ارګانونو دروحيې دکمزورتيا  او په دولت دخلکو دباور او اعتماد دکمزورتيا سبب کيږي . له دې ا مله دتصويري  ، صوتي  او چاپي رسنيوپه  گډون له ټولو خصوصي رسنيوڅخه غوښتنه کيږئ  چې دداسې مطالبو له خپرولو څخه  چې  له ملي اوديني ارزښتونو سره په تضاد کې وي  اويا دخلکو دروحيې  دکمزورتيا اودهيواد دملکي او نظامي مسوولينو دمورال دکمزورتيا سبب شي ، په کلکه ډډه وکړي  . دسرغړونې په صورت کې به له سرغړونکوسره دهيواد دنافذوقوانينو له حکمونوسره سم  چلندوشي . )
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته