
کابل، د وري ۲۶مه، باختر
د کندهار پوهنتون د طب له پوهنځي څخه ۱۰۶ تنه تر اوه کلنو زده کړو وروسته فارغ او د یوې غونډې په ترڅ کې یې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کندهار پوهنتون رئیس مولوي اکرم شاه عاصم، د طب پوهنځي استادانو، دیني عالمانو او د فارغ شویو ډاکټرانو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.
په دې غونډه کې د کندهار پوهنتون رییس مولوي اکرم شاه عاصم وویل، چي ډاکټران د ټولنې لویه شتمني ده او له فارغ شویو ډاکټرانو یې هیله څرګنده کړه، چې د ولس لپاره په اخلاص خدمت وکړي.
د غونډې پای کې فارغ شویو کسانو د استادانو او مسوولینو له لوري د فراغت سندونه ورکړل شول.
لمر