خبرونهاقتصادTOP

د کندهار ګمرک عواید د تېر کال په پرتله ۷۰ سلنه زیات شوي دي

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

د کندهار د ګمرک مسوولين وايي، چې د دغه ولايت د ګمرک په عوايدو کې د تېر کال په پرتله ۷۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د کندهار ګمرک ویاند خلیل الرحمن وردګ د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وویل، چي د ګمرک عواید  د ۱۴۰۰ هـ ش کال په لسو میاشتو کې  ۶ میلیارده، ۷۰۴ میلیونه،  ۸۴۲ زره او ۹۲ افغانۍ وو، خو د روان ۱۴۰۱ هـ ش کال په لسو میاشتو کې دغه عواید  ۱۱ میلیارده،  ۳۲۸میلیونه، ۶۶۰ زره او ۱۸۸  افغانیو ته لوړ شوي دي.

د وردګ په وینا، یادو عوایدو ته په کتو په ۱۴۰۱ هـ ش کال کي د کندهار ګمرک عواید د تېر ۱۴۰۰ هـ ش کال په پرتله  ۴ میلیارده، ۶۲۴ میلیونه، ۵۷۵ زره او ۸۹۸ افغانۍ زیاتوالی ښيي، چي ۷۰سلنه کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې د کندهار ګمرک عواید د تېر کال په پرتله په داسې حال کې د پام وړ زیات شوي، چي د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د کنټرول په موخه په لومړنیو اولیه خوراکي توکو باندې ګمرکي محصول د تېر په پرتله ۷۵ سلنه راکم شوی او همدا راز سوداګرو ته هم د پام وړ آسانتیاوي برابرې شوې دي.

هغه وویل، چې د اداري فساد بشپړ له منځه وړل او د ګمرکي ادارې له خوا سوداګرو ته اصولي او معیاري خدمتونه وړاندې کول د دې لامل شوي، چي د کندهار ګمرک عواید په بې ساري ډول لوړ شي.

آرين،ص

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا