خبرونهټولنه

د کورنو په جوړولو کې د سیمه ییزو موادو څخه ګټه اخیستل و ارزول شول

 کابل، زمري ۱۰مه، باختر

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني او د وزارت نورو مسلکي مسؤلینو په یوه ناسته کې د ډاکتر هدایت الله یزداني سره، د کورونو جوړولو برخه کې د سیمه ییزو یا محلي موادو څخه د ګتې اخیستنې مثبتې او منفي اغېزې و ارزولې.

په دغه ناسته کې چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مسکن چارو رییس  سید عثمان سادات او د املاک او اسکان رییس نوید احمد افندي هم ګډون کړی وو، ډاکتر هدایت الله یزداني په یاده برخه کې چمتو کړی پرزنټېشن او تجربې شریکې کړې او پر هغه لارو چارو خبرې او نظریات تبادله شول چې څنګه امکان لري د کورونو په جوړولو کې د محلي یا سیمه ییزو موادو څخه ګته واخیستل شي.

باور دا دی چې د کورونو په جوړولو کې د سیمه ییزو موادو څخه ګټه اخیستنه ارزانه، پر وخت، د یخنۍ او ګرمۍ مناسب او د چاپېریال په ګټه تمامېږي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل، چې په یو شمېر ولایتونو کې زلزله ځپلې او سېلاو ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو او د سرپناه شتون ته اړتیا لري، تر څو په ارزانه بیه او پر وخت ورته د مناسبې سرپناه زمینه برابره شي.

د ارزونې په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د وزارت تخنیکي همکاران به د ډاکتر هدایت الله یزداني سره په ګډه په هغه لارو چارو غور او نظریات تبادله کړي، چې له مخې یې وکولای شي په کم وخت او ټيټه بیه خلکو ته سرپناه برابره کړي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا