کابل باختردسلواغې دمياشتې ٩ :
د اقتصاد وزير په هيواد کې دکرکټ دپرمختيا لپاره د همکارى ژمنه وکړه.
د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال په هغې کتنه کې چې پرون يې دکرکټ بوردله اجرائيوي رييس نورمحمدمراد سره وکړه، په هيوادکې دکرکټ د ودې او پراختيا په لاره کې ددغه وزارت د همکاري ژمنه وکړ.
دکرکټ بورد د رسنيو مسوول فريدهوتک باخترا ژانس ته وويل: په دې کتنه کې د اقتصاد وزير په بهرنيو سياليو کې د هيواد دکرکټ دټيمونو دبرياليتوب له امله خوښي څرگنده کړه او د هغوى د لازياتو برياليتوبونو هيله يې وکړه.
وروسته دکرکټ بورد اجرائيوي رييس دهيواد دکرکټ د لوبغاړو د برياليتوبونو او ددغه ورزش د ودې په برخه کې د ودې په برخه کې د پرستو ستونزو په باب خبرې وکړې .
په دي کتنه کې د اقتصاد وزير په هيواد کې دکرکټ د ودې اوپراختيا په لاره کې له کرکټ بوردسره ددغه وزارت دهمکاري ژمنه وکړه.
2 1 دقیقه لوستل