ټولنه

د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا غونډه جوړه شوه

کابل – باختر د چنګاښ د مياشتې ٢٩مه
د افغانستان د عالمانو د سراسری شورا غونډه  نن له غرمې مخکې په داسې حال کې چې د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدی هم حضور درلود، د دغې شورا د رئیس قضاوتپوه مولوی قیام الدین کشاف په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
په غونډه کې د عالمانو شورا یو تن غړي استاد محمد نظیف په افغانستان کې د اداري فساد د ځینو مهمو دوسیو په باب له لوی څارنوال څخه پوښتنې وکړې، چې د هغوی لخوا دخپلو اجرااتو او دخپل راتلوونکي کاري پلان په هکله مفصل معلومات ورکړل شول .
لوی څارنوال په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغاني ټولنې په اصلاح کې اصلي او مهمه ونډه د دیني عالمانو ده، نو په همدې خاطر زه د عالمانو لارښوونې او همکارۍ ته تر بل هرچا زیاته اړتیا لرم.
د عالمانو شورا ډاډ ورکړ، چې که دلویې څارنوالۍ لخوا عملي اقدامات ولیدل شي، نو د علماوو شورا همکاري به ورسره مله وي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته