امنیت

د افغانستان په ختيځ کې د نشه يي توکو د توليدو د نهو سترو کارخانو ويجاړول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٤
د نشه يي توکو د توليد نهه سترې کارخانې په ننګرهار ولايت کې د پوځيانو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې کشف او ويجاړې شوې.
د را رسيدلو خبرو له مخې: په دغو کارخانوکې چې د نشه يي توکو د سترو قاچاق وړونکو له خوا اداره کيدې؛ څه ناڅه زر بيلره مورفين او په زرګونو کيلوګرامه تيزاب او د امونيم نايتريت کيمياوي توکي چې د نشه يي توکو په توليد کې کارول کيږي؛ موجود و.
دنشه يي توکو دغه نهه کارخانې د شيرزادو ولسوالۍ د نقل خيلو په کلي وې.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال له باختر آژانس سره په اړيکه کې په دغه ولايت کې د نشه يې توکو د توليد سترو کارخانو کشفول او ويجاړول تاييد کړل او له دغې ناوړې پديدې سره مبارزه يې د افغانستان ستر برياليتوب وباله.
مشرقيوال وويل: په دغو کارخانوکې زربيلره مورفين او په زرګونو کيلوګرامو امونيم او تيزاب او پرمختللي ماشين آلات چې د نشه يي توکو په توليد کې کارول کيدل؛ موجود و چې د پوځيانو له خوا په سيمه کې وسوځول شول.
دنشه يي توکو د توليد د دغو کارخانو خاوندان د پوځيانو د عملياتو له پيل څخه مخکې څخه له سيمې څخه تښتيدلي وو.
ددغه ولايت پوليس وايي چې د هغو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
دنشه يي توکو د توليد د دغو کارخانو د ويجاړولو ځانګړي عمليات د اردو د کوماندو د ځواکونو، له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو او د ناټو د ځواکونو له خوا په ګډه ترسره شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته