خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

 کابل، د لړم ١٥ مه، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو ننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د اطلاعات روز خبري سايټ (د افغانستان اسلامي امارت: زموږ له استازو پرته د مسکو غونډه نيمګړې ده) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د اسلامي امارت له استازو پرته د مسکو غونډه نميګړې بولي.

د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي غونډه ټاکل شوې ده د نومبر مياشتې په نيمايي کې جوړه شي.

د افغان غږ خبري سايټ (ايران ته د ډبرو سکرو د صادراتو قرارداد ډېر ژر لاسليک کېږي) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ويلي، چې له افغانستان څخه ايران ته د ډبرو سکرو د صادراتو قرارداد ډېر ژر بشپړ او لاسليک کېږي.

هغه د دغه کار موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو پراختيا بللې ده.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا