خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

 کابل، د لړم ١٨ مه، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د اسپوتنيک خبري سايټ (لاوروف د افغانستان په اړه د مسکو د غونډې په اړوند څرګندونې وکړې) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي غونډې په باب کې د بېلابېلو هېوادونو د سیاستوالو اطلاع رسونه.

د اسپوتنيک د خبر له مخې؛ د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وويل: د افغانستان په اړه د مسکو غونډه  راتلوونکي اوونۍ جوړېږي.

لاوروف له خپل هندي سيال سوبرامانيام جايشانکار سره په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل: موږ د افغانستان حکومت له استازو څخه هېڅ پټ راز نه لرو. موږ به  د غونډې د نتيجو په اړه اسلامي امارت او د دغه هېواد نورو سياسي ځواکونو ته  خبر ورکړ.

د افغان غږ خبري سايټ (اسلامي امارت: د پاکستان له خوا د افغانانو د نيولو خبر څېړو) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه ويلي چې د مهاجرينو د نيولو په اړه رپوتونه ترلاسه شوي او د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت به په دې اړه اقدام وکړي او د بهرنيو چارو وزارت هم هلې ځلې کوي چې واقعيت روښانه شي او که چېرې دغه شان ستونزه وي ډېر ژر به د حل لاره يې وموندل شي او له پاکستاني مقاماتو سره په دې اړه جدي خبرې وشي.

د اطلاعات روزخبري سايټ (د کابل او د ١٢نورو ولايتونو کې د برېښنا بهير په مؤقت ډول بندېږي) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له ازبکستان څخه وارداتي برېښنا د تخنيکي بدلونونو په موخه په مؤقت ډول بندېږي.

د برېښنا شرکت د برېښنا د بندېدو دقيق وخت نه دى په ډاګه کړى.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا