
کابل، د زمري۱۲ مه، باختر
يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو پر خپرونو کتنې ترسره کړې او دغه راپور یې چمتو کړى دى.
د افغانستان د شفقنا خبري سايټ ( له دوو کلونو وروسته د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ګډو بازارونو بیا پرانیستل شول) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د نسي، شغنان، اشکاشم او درواز ولسوالیو ګډ بازارونه پرون د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې پرمخ بیا پرانیستل شول.
د طلوع نيوز خبري سايټ ( د پلازمېنې اوسېدونکي: ټول امنیتي ځواکونه باید یونیفورم ولري) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د کابل په ځینو برخو کې له یونیفورم پرته د اسلامي امارت د یو شمېر امنیتي ځواکونو پر تګ راتګ نیوکه کوي.
دغه اوسېدونکي له اسلامي امارت څخه غواړي چې ژر تر ژره دې پر امنیتی ځواکونو پوځي یونیفورم ووېشل شي ترڅو د فرصت طلبو کسانو مخه ونیول شي.
د اطلاعات روز خبري سايټ (د اسلامي امارت له چارواکو سره د حسن کاظمي قمي کتنه؛ تهران له افغانستان سره په اقتصادي، کرنیزو او صنعتي برخو کې همکاري کوي ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت دفتر په کابل کې د ایران سفارت له ځانګړی استازی او سرپرست حسن کاظمي قمي سره د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملاخیرالله خیرخواه د کتنې خبر ورکړی دی.