
کابل، د وږي ۱۸مه، باختر
يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته کتنې ترسره کړې او دغه راپور یې چمتو کړى دى.
د افغان غږ ( آوا ) خبري سايټ ( د صنعت او سوداګرۍ وزارت: افغانستان له ۷۰ هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري) ترعنوان لاندي ليکلي دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو له نړۍ سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو په اړه ویلي، چې دا مهال افغانستان له څه باندې ۷۰ هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري.
دوی همدا راز ټینګار کوي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې د څه باندې ۵۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.
د اسپوتنيک خبري سايټ (مجاهد: پر چترال برید له افغانستان څخه نه دی ترسره شوی) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو هغه وروستۍ څرګندونې رد کړي، چې ګواکې د چترال پر سرحدي سیمه کې د پاکستاني طالبانو له خوا وسله وال برید د افغانستان له خاورې ترسره شوی او ویلي یې دي چې دا تورونه « بې بنسټه» دي.
د اطلاعات روز خبري سايټ ( په ايټاليا کې د دوو افغان پناه غوښتونکو ترمنځ شخړه) تر عنوان لاندې ليکلي دي.
د اطلاعات روز د خبر له مخې، یوې ایټالوي رسنۍ ویلي، چې دغه شخره د سپټمبر په ۱۶مه د فلورېنس په ښار کې د کډوالو په یوه کمپ کې رامنځته شوې ده.
د دغې رسنۍ د راپور له مخې، فرهاد پژواک افغان پناه غوښتونکی، وروسته له هغه چې یو بل افغان عارف تکوین یې په چاقو وواژه، ځان یې له بالکون څخه ښکته وغورځاوه او یو ساعت وروسته یې په یوه روغتون کې ساه ورکړه.