
کابل، د زمري۲۱مه، باختر
يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو ننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغوسايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.
د افغان غږ (آوا) خبري سایټ (د امرباالمعروف اونهی عن المنکر وزارت سرپرست: د هېواد هغه وګړي چې په بهر کې دي باید هېواد ته راستانه شي)ترعنوان لاندې لیکلي دي.
د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي په کندز ولایت کې په یوه ولسي غونډه کې وویل، موږ د هېواد له هغو وګړو څخه چې په بهر کې دي، غواړو چې خپلې شخصي ګټې پرېږدي او هېواد ته راستانه شي. “
حنفي په بهرکې مېشتو افغانانو ته په خطاب کې وويل: خپلې شخصي ګټې پرېږدئ، ملي او ديني ګټې په پام کې ونیسئ او هېواد ته راستانه شئ، ځکه په بهر کې عزت او کرامت نه شئ ترلاسه کولاى.
د افغانستان د شفقنا خبري سايټ ( پاکستان ناقانونه کډوال خپلو هېوادونو ته ستنوو) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
پاکستانۍ ورځپاڼې “ډان” د دوشنبې ورځ د سلواغې په ٢٠مه يو راپور خپورکړی، چې له تېرې ورځې راپه دې خوا په کراچۍ ښار کې ۵۰ ناقانونه کډوال نيول شوي دي.
د دغې پاکستاني رسنۍ په وینا، په دغه هېواد کې د ناقانونه کډوالو پرضد عملیات پیل شوي او په بېلابېلو ولسوالیو کې د پولیسو ټیمونه د مشکوکو کسانو په پېژندلو او د هغوی د هویت د اسنادو په څېړلو بوخت دي.
د طلوع نيوز خبري سايټ (په پلازمینه کې موټرچلوونکي له اسلامي امارت څخه غواړي چې د تېلو بیو ته جدي پاملرنه وکړي ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
يو شمېر موټر چلوونکي د پلازمېنې په بازارونو کې د تېلو د بيو پر لوړېدو نيوکه کوي او وايي، چې د تېلو د بيو لوړېدو د دوى پر کاروبار هم اغېزمن کړی دی.
دغه موټر چلوونکي له اسلامي امارت څخه غواړي چې دغې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.