(PS)خبرونه(PS)تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د وږي ۲۸مه، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.

د اسپوتنيک خبري سايټ (د اسلامي امارت پلاوی مسکو ته ځي) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

کابلوف په کازان کې د مسکو په غونډه کې د اسلامي امارت د ګډون خبر ورکړی دی.

د اسپوتنیک د خبر له مخې، د اسلامي امارت استازي به د سپټمبر په ۲۹مه په کازان کې د افغانستان د بحران د حل په اړه د مسکو فرمټ په غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د جمهور رییس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تاس خبري آژانس ته وویل “دوی به دا کار وکړي”.

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وو، له اسلامي امارت سره د کاري غونډې جوړول به د سیمې په ګټه وي.

د افغان غږ ( آوا ) خبري سايټ (د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت سرپرست: د افغانستان په اسلامي امارت کې هیڅ قوم له بل قوم څخه برتري نه لري ) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست په سمنګانو کې د خلکو له خوا په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې په تېرو حکومتونو کې قوم پالنه او فرقه پالنه یو ناوړه دود ګرځېدلی و، خو د اسلامي امارت په راتګ سره دغه شوم پدیده له منځه تللې او هېڅ قوم له بل قوم څخه برتري نه لري.

د طلوع نيوز خبري سايټ (د ملګرو ملتونو عمومي غونډې نه د افغانستان د اسلامي امارت غوښتنه؛ بندیزونه باید لرې شي) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د طلوع نیوز د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۷۸مه دوره پیلېږي، خو اسلامي امارت ویلي، تمه لري چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ويلي، په داسې غونډو کې باید د اسلامي امارت لاسته راوړنو څخه هم نوم واخیستل شي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا