خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

 کابل، د لېندۍ ٢، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د آزادۍ راډيو خبري سايټ (د ارجنټاين پر وړاندې د سعودي د فوټبال ټيم برياليتوب په خوښۍ سره ونمانځل شو او د عربستان باچا رخصتي اعلام کړه) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د سعودي عربستان د فوټبال ټيم د سې شنبې د ورځې ناڅاپي برياليتوب ارجنټاين ته سخت ټکان ورکړ.

د عربستان د ټيم پلويانو باور نه کاوه چې لوبه له ارجنټاین څخه وګټي.

د سعودي عربستان پايتخت رياض کې دغه برياليتوب ونمانځل شو يو شمېر کسانو نڅا کوله او يو شمېر نورو په خپلو موټرو کې د سعودي عربستان ملي بيرغ لګولی و.

د سعودي عربستان ٨٦ کلن باچا سلمان بن عبدالعزيز آل سعود د چهارشنبې ورځ په خپل هېواد کې عمومي رخصتي اعلام کړې ده.

د صبح کابل خبري سايټ ( د اسلامي امارت د ترافيکو اداره:  په تېرو ٨ مياشتو کې ٧٠٠ تنه په ترافيکي پېښو کې وژل شوي دي) ترعنوان لاندي ليکلي دي.

د ترافيکو ادارې د معلوماتو له مخې؛ په وژل شويو کسانو کې ٤٥٠ نارينه ،٧٢ ښځې او ١٨٢ نور ماشومان دي.

د طلوع نيوز خبري سايټ ( کابل ښاروالۍ: د پلورنې مرکزونو ته د ډبرو سکرو د لېږدونې کار دوام لري ) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال دفتر مسوولین وايي، چې کابل ته د ٤ زره ټنو ډبرو سکرو لېږدونې کار پيل شوى او ټاکل شوې، چې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې ځاى پرځاى شي.

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي وويل چې دغه سکاره په ځانګړي تخفيف سره به يو ټن په ٩ زره افغانۍ خلکو ته وړاندې شي ترڅو خلک ورڅخه استفاده وکړي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا