سیاست

د افغانستان د جمهور رئیس محمداشرف غني د غمشریکۍ پیغام

کابلباختر دمرغومي د مياشتې ٢٥
په خواشینۍ سره خبر شوم چې د هېواد تکړه جراح متقاعد تورنجنرال ډاکټر محمد موسی وردګ د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
اډاکتر محمد موسی وردګ له ښوونځي او پوهنځي څخه له فراعت وروسته زيات کلونه کلونه د علمي او عملي طبابت له لارې د ځوانو ډاکټرانو د روزنې او د هیوادوالو په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټپیانو د درملنې په برخه کې دپام وړ خدمتونه وکړل د هغه مړینه یوه ضایعه ده.
د مرحوم محمد موسی وردک د مړینې په مناسبت د ده کورنۍ، دوستانو او د هېواد طبیبانو ته تسلیت وایم او له خدای تعالی څخه ورته دفردوس جنت هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته