خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د ليندۍ٣، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د اطلاعات روز خبري سايټ ( د هالند محکمې په روزګان کې د هالنډي ځواکونو په بريد کې د قربانيانو کورنيو ته د غرامت د ورکولو غوښتنه کړې ده) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د هالند محکمې د ٢٠٠٧ کال په جون کې د هالندي ځواکونو له خوا په روزګان کې د استوګنې پر کورونو بمباري غيرقانوني اعلام کړې او ويلي يې دي، چې هالند دې د قربانيانو پاتې کسانو ته غرامت ورکړي.

دغه بريد د روزګان په چورې ولسوالۍ کې شوى و او ويل کېږي په دې بريد کې په لسګونو ملکي وګړي وژل شوي و.

د افغان غږ (آوا) خبري سايټ ( د رسنيو د آزادو فعاليتونو ملاتړ کوو، د خبريالانو د محدويت ادعا ناسمه ده) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولين وايي چې د اسلامي امارت له بریالیتوب څخه  تر اوسه پورې په هېواد کې ملي او نړيوالې رسنۍ له کوم محدوديت پرته فعاليت کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين مهاجر فراهي وايي چې د رسنيو او خبريالانو د محدويت په اړه د يو شمېر بهرنيو رسنيو ادعا ناسمه ده.

دا په داسې حال کې ده چې موږ د رسنيو د آزادو فعاليتونو ملاتړ کوو.

د طلوع نيوز خبري سايت ( د امريکا له خوا د دوحې د هوکړه ليک د دوو مواردو په نقضولو د اسلامي امارت انتقاد ) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

اسلامي امارت وايي چې امريکا د دوحې هوکړه ليک دوه مورده نه دي عملي کړي، د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې  د بنديزنو ليرې کول او له افغانستان سره د اړيکو عادي کول د دغه هوکړه ليک برخې دي، چې د واشنګټن له خوا نقض شوي دي.

د اسلامي امارت وياند زياتوي چې د واشنګټن له لورې د بنديزونو نه لرې کول بهر ته د سفر په برخه کې دوى له ستونزو سره مخ کړي دي هغه له امريکا غواړي چې پر سرپرست  حکومت بنديزونه لرې کړي.

\

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا