کابل باختر/ دزمري دمياشتې ١٥ :
په بدخشان ولايت کې د نويو نښتو له امله ١٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٢٧ تنه نوريې ټپيان شول.
په دې جګړوکې چې د دوو شپو او ورځو په بهيرکې د تګاب، کوفاب او د شهدا د ولسواليو په ځينو سيموکې رامنځته شوې؛ ٥ تنه پوځيان شهيدان او ٣ تنه نور ټپيان شول.
د بدخشان ولايت يوه سيمه ييزمسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: د نويو نښتوله امله ١٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شوي او ٢٧ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
ده په دې جګړوکې د پنځو تنو پوځيانو شهادت او د دريوتنو نورو ټپي کيدل تائيد کړل.
ډيرې سختې جګړې په تګاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې؛ چېرته چې طالبانو په خپلو بريدونو سره اووه کلي نيولي وو.
د بدخشان ولايت د ملي امنيت يو خبرځاى وايي چې د طالبانو له ډلې څخه دتګاب ولسوالۍ د دغو سيمو د بېرته نيولو لپاره عمليات به ډير ژر پيل شي.
ده وويل: کومکي ځواکونه تګاب ته د رسيدو په حال کې دي.
0 1 دقیقه لوستل