امنیت

دريګستان په امنيې قوماندانۍ په بريد کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٢:
اووه تنه وسله وال طالبان  په قندهار ولايت کي له افغان  ځواکونوسره دنښتې په
بهيرکې ووژل شول .
دغه نښته نن سهار هغه وخت رامنځته شوه  چې  يوې ډلې وسله والو طالبانو دريګستان ولسوالۍ په امنيې قوماندانۍ بريد وکړ.
دقندهار دوالي ويندوى  جا ويد فيصل باخترآژانس ته  وويل چې  اووه تنه وسله وال طالبان  ووژل شول  او دپوليسو يوسرتيرى ټپي شو.
ويل کيږي په دې نښته کې  ملکي وګړو ته  زيان نه دى رسيدلى .
دقندهار دوالي ويندوى وايي  چې پوخيان له جګړې وروسته دوسله والو طالبانو يوشمير جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي .
په  همدې حال کې عيني شاهدان وايي چې دطالبانو مړي څو ساعته دپيښې په سيمه کې پاتي دي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته