خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د ليندۍ ١٢، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو ننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باخترآژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.

د اسپوتنيک خبري سايټ ( ځدران د پاکستان سفارت پر شارژ دافير يو بريدګر مو ونيو) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د اسپوتنيک د خبرله مخې، د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدران د پاکستان پر سفارت د بريد په اړه ليکلي دي، چې د کابل ښار د کارته پروان په ساحه کې پرون مازيګر له يوې ودانۍ څخه د پاکستان پر سفارت ډزې وشوې، امنيتي ځواکونه ډېر ژر ساحې ته ورسېدل او د ډزو مخه يې ونيوله چې د چاڼيزو عملياتو په لړ کې يو مشکوک کس له دې ودانۍ څخه ونيول شو او دوه وسلې ترلاسه شوې.

د ٨ صبح خبري سايټ ( متقي او زرداري په کابل کې د پاکستان پر سفارت د بريد په اړه ټيلفوني خبرې وکړې) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير بلاول بوټو سره د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست اميرخان متقي د تيلفوني خبرو خبر ورکړى دى.

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د لېندۍ په ١١مه د جمعې په ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له اسلامي امارت سره  د اغېزمن تعامل پر دوام ټينکار کړى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل کې د پاکستان پر سفارت بريد ته په اشارې سره د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير له خولې ليکل شوې ده ( دغه شان پېښې نه شي کولاى د دواړو هېوادونو اړيکو ته زيان ورسوي)

د طلوع نيوز خبري سايټ (د افغانستان حکومت د رسميت نه پېژندلو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د وياند انتقاد ) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

اسلامي امارت وايي سره له دې چې په افغانستان کې جګړه پاى ته رسېدلې ده خو نړيواله ټولنه اسلامي امارت په رسميت نه دى پېژندلى.

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تر اوسه پورې د نړۍ قدرتونه له اسلامي امارت سره  د رسميت پېژندلو په اړه ( اصولي تفاهم ) ته نه دي رسېدلي او ستونزې رامنځته کوي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا