روغتیا

په وزير محمد اکبر خان روغتون کې د اکسيجن توليدي دستګاه بیا فعاله شوه

کابل / د چنګاښ ۷مه / باختر
په وزير محمد اکبرخان روغتون کې د اکسيجن توليدي دستګاه چې له فعاليت څخه پاتې وه، بېرته فعاله شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د وزير محمد اکبر خان روغتون رييس ډاکټر سيد عبدالله احمدي په دې اړه وويل چې دغه دستګاه بيا فعاله شوه او د معياري نل ليکې له لارې اکسيجن د توليد له مرکز څخه د اړتياوړ څانګو ته لېږدوي.
ډاکټر احمدي وويل چې د دغه روغتون توليد شوي اکسيجن په کرونايي برخو کې کارول کېږي.
هغه وويل چې په دغه روغتون کې ۴٠ بستره د کرونايي ناروغانو لپاره چمتو شوي دي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته