امنیت

د ملي اردو پنځه تنه سرتيري په قندهارکې د طالبانو په بريدکې شهيدان شول

-کابل باختر د مرغومي درې ويشتمه :
د ملي اردو پنځه تنه سرتيري په قندهار ولايت کې د وسله والو طالبانو په ډله ييز بريد کې شهيدان او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
  دغه پېښه تېره شپه په سپين بولدک ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په يوې پوځي پوستې بريد وکړ .
د قندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني باختر آژانس ته وويل چې په دې بريد کې د ملي اردو پنځه تنه سرتيري شهيدان او شپږ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
ده وويل: په دې جګړه کې اووه تنه وسله  وال طالبان وژل شوي او څه ناڅه شپږ تنه نور يې ټپيان شوي دي .
  د را رسيدلو خبرونو له مخې: يرغلګرله پاکستان څخه دسپين بولدک ولسوالۍ ته راغلي وو او د سر د زيان په زغملو سره بېرته وتښتيدل.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته