
کابل، د ليندۍ ١٦، باختر
يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ پر حالاتو سربېره د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باخترآژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.
د اسپوتنيک خبري سايټ “د افغانستان په چارو کې د امريکا له ځانګړي استازي سره د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت د سرپرست کتنه ” ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د اسپوتنيک د خبرله مخې؛ د اسلامي امارت د دفاع وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي: د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب مجاهد متحدو عربي اماراتو ته د خپل سفر په لړ کې د افغانستان په چارو کې د امريکا د متحدو ايالاتو له ځانګړي استازي تام ويست سره په ابوظبۍ کې وکتل.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت سرپرست له تام ويست څخه غوښتي چې نړۍ دې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی وکړي.
د افغان غږ (آوا) خبري سايټ” د رومیانو او پیازو پيازو د وارداتو ګمرکي تعرفې کمښت موندلى دى” ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د ماليي وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د هېواد په بازارونو کې د رومیانو او پيازو په ګډون د سبو په ګمرکي تعرفو کې په سلو کې له ٢٠ څخه پنځو ته د کمښت خبر ورکړى دى.
\ ذ