خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د ليندۍ ١٧، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغوسايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.

د طلوع نيوز خبري سايټ ( د کابل هوايي ډګر د فني برخو ۷۰ سلنه بیا فعالېدل)

ترعنوان لاندي ليکلي دي.

د هوايي چلند د نړيوالې ورځې په مناسبت  د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې د کابل نړيوال هوايي ډګر۷۰ سلنه زيانمنې شوې برخې بېرته فعالې شوې دي.

دغه وزارت زياتوي دغه برخې د قطر د فني ټيم په همکارۍ بيا رغول شوې دي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست حميدالله آخندزاده وويل: د هوايي چلند په برخه کې مو د متحدو عربي اماراتو له ګاک شرکت سره درې ستر تړونونه لاسليک کړل.

د افغان غږ (آوا) خبري سايټ ( د کورنيو چارو وزارت وياند: په افغانستان کې هېڅ تروريستي ډله شتون او فعاليت نه لري) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند په يوه خبري غونډه کې د افغانستان له حالاتو څخه د سيمې هېوادونو د اندېښنو په غبرګون کې وايي، اوس په افغانستان کې هېڅ کومه تروريستي ډله شتون او فعاليت نه لري.

هغه د نشه يي توکو له کرکيلې او قاچاقو سره د دغه وزارت مبارزه جدي بولي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا