سیاست

دنړيوال ائتلاف دځواکونو دلوى قوماندان له خوا دبخښنې غوښتل

کابل باختر دوږي  شپاړلسمه :
دامريکا په مشرى  دائتلاف  ځواکونو په افغانستان کې په حساسو ديني محتوياتو سره  دتبليغاتي پاڼو  له  خپرولو څخه  بخښنې وغوښته .
  دامريکا دمتحده ايالاتو په مشري  دائتلاف ځواکونو وړمه ورځ  دپروان ولايت په مربوطاتو کې  دهوا له لارې  پاڼې وغورځولې  چې محتويات يې ديني مقدساتو ته  سپکاوي بلل کيږي  خو څو شيبې وروسته  دائتلاف ځواکونو په افغانستان کې  په حساسو ديني محتوياتو سره ددغو تبليغاتي پاڼو له خپرولو څخه  بخښنه وغوښته .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  هغه تبليغاتي پاڼې  چې په افغانستان کې  دغوڅ ملاتړ دماموريت له خوا  دهوا له لارې په دې ساحه کې غورځولې شوي دي په تصوير کې  خپرې شوي دي چې يو سپين  سپى د طالبانو دډلې دبيرغ په يوې برخې سره  چې  په هغې کې  دقران کريم تورې شته او زمرى دتيښتې په حال کې  ليدل کيږي .او په دې پاڼه کې ليکل شوي دي چې له ډار اچوونکو سپيانو څخه  خپله ازادي واخلۍ او دائتلاف  له ځواکونوسره  همکاري وکړۍ .
  چې وکولى شي  ستاسو په دښمن  بريد وکړي او هغه  له منځه يوسي .
  ددغو تبليغاتي پاڼو له خپريدو وروسته  په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو دخاصو عملياتو قوماندان  جنرال ( جمس لندر)په يوه اعلاميه کې له دغه حرکت څخه په صادقانه ډول بخښنه وغوښته  او ټينګار يې کړې  دى  چې دوى داسلام مبين دين او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې  دهغه دمسلمانانو  دشريکانو درناوى کوي . او هم يې ويلي دي  چې په نااګاهانه ډول محتويات  په دغو تبليغاتي پاڼو کې  درج شوي دي  چې بيا به تکرار نه شي .
په همدې حال کې دپروان والي محمد هاشم ددغو تبليغاتي پاڼو دخپريدو په غندنې سره ويلي دي  چې په دې باب به  څيړنې او پلټنې  ترسره شي .
ده ويلي دي هغه کسان چې  دغه  نه بخښوونکي  تيروتنه يې کړې ده  ،  مجازات کيږي .
دالومړى ځل نه دى چې دامريکا په مشرۍ بهرني   ځواکونو په افغانستان کې دتبليغاتي او امنيتي فعاليتونو په ترسره کولو کې چې داسلامي او فرهنګي ارزښتونو پرخلاف او دملکي وګړو په وژنې لاس پورې کوي ، بخښنه غواړي . بلکې  مخکې له دې هم  دغه شان اقدامات کړي دي  چې ددغو ځواکونو  دبخښنې دغوښتنې سبب شوي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته