
– کابل، د ليندۍ ٢٨، باختر
يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو ننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ پر حالاتو سربېره د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باختراژانس خبريال د دغوسايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.
اسپوتنيک خبري سايټ ” ارجنټاين د فوټبال د نړيوالو سياليو اتل شو” ترعنوان لانېي ليکلي دي.
د ارجنټاين د فوټبال ملي ټيم د قطر د نړيوال جام په فاينل کي د فرانسې د فوټبال ملي ټيم ته په ماتي ورکولو سره په خپل تاريخ کې د درېيم ځل لپاره اتل شو.
د اسپوتنيک د خبرله مخې: د قطر د لوسيل په لوبغاړي کې د فاينل په لوبو کې چې ٩٠ زرو تنو ننداره کوونکو پر وړاندې پاى ته ورسېد مسي او د هغه ټيم د پنالتي په ګوزارونو سره د روسيې د فوټبال د نړيوال جام د تېرې دورې اتل د فرانسې ملي ټيم پر وړاندې بريالى شو او د اتلولى کپ يې له کلونو وروسته بونس آيرس ته يووړ.
د طلوع نيوز خبري سايټ “هېواد ته د کډوالو د راستنېدو لپاره د اسلامي امارت غوښتنه” ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د دسمبر ١٨مه د کډوالو د نړيوالې ورځې د نمانځنې او درناوي په مراسمو کې د رياست الوزرا اداري مرستيال وویل، چې اوس په افغانستان کې سراسري امنيت تامين شوى او افغانان بايد هېواد ته راستانه شي.
عبدالسلام حنفي د نړۍ له هېوادونو او پانګه والو وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د پرمختيايي پروژو د عملي کېدو خنډ نه شي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال وويل” هغه کسان چي د بد امنۍ له امله له افغانستان څخه وتلي هغوى ته زموږ پيغام دا دى، چې خپل ګران هېواد افغانستان چې د ټولو ګډ کور دی راستانه شي)
د افغان غږ “آوا” خبري سايټ ” د کابل ښار د زياتو ګرځنده پلورونکو ظرفيت نه لري” ترعنوان لاندې ليکلي دي.
کابل ښاروالۍ وايي، چې په کابل ښار کې د ظرفيت له مخې يو زيات شمېر ګرځنده پلورونکي يې د واټونو ترڅنګ داسې تنظيم کړي، چې خلکو او موټر چلوونکو ته مزاحمت نه وي او د کابل ښار د زياتو ګرځنده پلورونکو ظرفيت نه لري.
\ ذ