ورزش

د رمضان دجام دفوټسال سيالۍ دوام مومي

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٩
د رمضان دجام د فوټسال شپاړلسم پړاو نن شپه په کابل کې په څلورو لوبو سره  دوام مومي .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغه پړاو کې دصديقي ټيم دګذرګاه د A له ټيم سره، د ياران شمال ټيم د نيک زاده له ټيم سره، د ځوانانو کامل ټيم د سميع د ستاره ګانو له ټيم سره او د توفان وزير آباد ټيم د مراد خانيو له ټيم سره لوبې کوي .
دقيومي دڅرګندونو له مخې : د رمضان دجام سيالۍ چې په پيل کې دڅلور شپيتو ټيمونو په ګډون دبدني روزنې او سپورت رياست په جمنازيوم کې پيل شوې وې؛ اوس يې شپاړلسو ټيمونو ته يې کمښت موندلى دى او دتيرې شپې په لوبو کې دسالنګ دځوانانو ، شاهين ، پوهنې ګام پيروزي، د مکروريانو د ځوانانو او د ګل باغ د ستاره ګانو ټيمونه پرخپلو سيالانو بريالي شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته