
کابل، د مرغومې١٣مه، باختر
يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو کتنه کړې او دغه راپور یې چمتو کړی دی.
د افغانستان د شفقنا خبري سايټ ( په امريکا کې د افغان کډوالو بې برخليک توب، د خپل راتلوونکي په اړه نه پوهېږي) تر عنوان لاندې ليکلي دي.
د امريکا په متحده ايالاتو کې افغان کډوالو د قانون د نه تصويبېدو په دليل له بې برخليک توب سره مخ دي.
د امريکا کنګره تر اوسه په دې نه ده توانېدلې، چې د افغانانو د استوګنې لپاره کومه لاره پيدا کړي، چې په اوږده جګړه کې یې له امريکايي ځواکونو سره کار کړى دى.
د افغان غږ (اوا) خبري سايټ ( پاکستان: بندي کډوالې ښځې افغانستان ته لېږدول کېږي) تر عنوان لاندې ليکلي دي.
د کراچۍ په زندان کې د افغان کډوالو په تېره بيا ښځو او ماشومانو د مخ په زياتېدونکو شکايتونو وروسته پاکستاني مقاماتو ژمنه کړې، چې افغانستان ته د بندي ښځو د لېږدونې بهير پيل کړي.
د اطلاعات روز خبري سايټ ( د کاپيسا په اله ساى ولسوالۍ کې ځوانان په خپل شخصي لګښت د فوټبال لوبغالى جوړوي) تر عنوان لاندې ليکلي دي.
د کاپيسا ولايت په اله ساى ولسوالۍ کې يو شمېر ځوانان په خپل شخصي لګښت د فوټبال د يو لوبغالي د جوړولو په حال کې دي.
دا ځوانان وايي زيات کلونه کېږي، چې د يو معياري لوبغالي د لرلو هيله لري خو تر اوسه پورې چا د دوى غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې.
د اله ساى ولسوالۍ يو فعال ځوان الياس د اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دوى د دې ولسوالۍ له يو شمېر لوبغاړو سره تصميم نيولى، چې په خپل شخصي لګښت دا لوبغالى جوړ کړي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ په دې ولسوالۍ کې د امارت سيمه ييزو مسوولينو هم له دوى سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
\ ذ