امنیت

په هرات کې د ملي اردو د سرتيرو په بس موټر د يرغلګرو خونړى بريد

هرات/باختر دثور ٢٨:
د هرات ښار په نهمې ناحيې کې د ملي اردو د ځواکونو د سپرلۍ په موټر د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا بريد وشو .
په دې پيښه کې يو پوځي شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول .
د هرات د والي وياندجيلاني فرهاد د دغه خبر په تاييدولو سره وايي: دغه بريد د (عمه سکينه) په سيمه کې د موټرسايکل سپروکسانو له خوا شوى دى .
ډاکترانو د دغې پيښې د يو تن ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته