خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

 کابل، د مرغومې ٢٧مه، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمي او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغوسايټونو پر خپرونو کتنه کړې او دغه راپور یې چمتو کړى دى.

د اسپوتنيک خبري سايټ ( د افغانستان په لور په ١٦ زره ټنه غنمو بار يوه کښتۍ د اوکراین له بندرڅخه ووتله) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د ملګرو ملتونو له خوا اجاره شوې یوه کښتۍ د اوکراین له بندره ۱۶ زره ټنه غنمو سره افغانستان پر لور روانه شوه.

د افغانستان د شفقنا خبري سايټ (د اسلامي امارت يو لوړ پوړي غړي هیګېواد ته د افغانانو له بلنې پرته د ستنېدو غوښتنه وکړه) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د افغانستان د شفقنا خبری آژانس د خبر له مخې؛ د اسلامی امارت د بهرنیو چارو د وزارت سياسي مرستيال شیرمحمد عباس ستانکزي د وروستۍ چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره په کتنه کې له ټولو افغانانو وغوښتل، چې له بلنې پرته هېواد ته راستانه شي.

هغه زیاته کړه، چې له هېواده وتل د حل لاره نه ده، ځکه افغانستان د ټولو کور دی.

ستانکزي دغه راز وويل چې (عزت په هیګېواد کې د ننه دی، نه بهر)

د اطلاعات روز خبري سايټ (اسلامی امارت: د رسنیو مالیاتي جريمې معاف کړې ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د څارنې رئیس عبدالحق حماد وایي، د اسلامي امارت حکومت ټولې کورنۍ رسنۍ له مالیاتي جريمې معاف کړې دي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا