سیاست

جمهور رئیس غني په رسمي سفر ترکمنستان ته روان شو

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٦ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير ماښام د درې ورځني رسمي سفر په موخه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان پلازمینې عشق‌آباد ته روان شو. 
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررييس دوياند دفترله لارې باخترآژانس ته رارسيدلې ده ويل شوى دي.
د هېواد جمهوررئیس به په عشق آباد کې د ملګرو ملتونوسازمان د سرمنشي بانکي مون په مشرۍ ”د پایداره ترانسپورټ نړيوال کنفرانس" کې چې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشران به په کې حضور  ولري، ګډون او وینا وکړي. 
جمهوررئیس غني به همدارنګه د "اتامراد – امام نظر (ترکمنستان) او اقینه (افغانستان)" د اوسپنې اسیا بین المللي پټلۍ د پرانېستې مراسمو کې چې د ترکمنستان په ترکمن آباد ښار کې جوړيږي، ګډون او وینا وکړي.
د هېواد جمهوررئیس به د دغه سفر ترڅنګ د ترکمنستان او ګرجستان له جمهوراورئیسانو سره په جلا  کتنو کې د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخولو په اړه بحث او خبرې وکړي.
جمهوررئیس محمداشرف غني به همدارنګه په عشق اباد کې د ترکمنستان د تولیداتو نندارتون، د المپیک ښارګوټی او نساجۍ فابریکه وګوري. پر دې سربېر به جمهوررئیس په عشق آباد بین المللي انستیتوت کې وینا هم وکړي.  
د هېواد له جمهور رئیس سره په دغه سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د ټرانسپورټ وزیر محمدالله بتاش، د فوایدعامې وزیر محمود بلیغ، د چارود ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د جمهوري ریاست یو شمېر سلاکاران، په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي، د ملي امنیت شورا مرستیال فیض الله ذکي، او د جمهورري ریاست د مقام ویاند محمدهارون چخانسوري ملتیا کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته