
کابل، د مرغومې ٢٨مه، باختر
يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو پر خپرونو کتنه کړې او دغه راپور یې چمتو کړى دى.
د اسپوتنيک خبري سايټ ( په خوست کې دوو محصلانو يو ټوپک جوړ کړى دى ) تر عنوان لاندې لېکلي دي.
د خوست ولايت د ميخانيکي انسټیټیوت دوو محصلانو يو ټوپک جوړ کړى دى.
د اسپوتنيک د خبرله مخې: د خوست ولايت د ميخانيکي انسټیټیوت دوو محصلانو له ساده وسايلو څخه په استفادې سره يو ټوپک جوړ کړى دى.
هغوى ويلي دغه ټوپک په ۵ مياشتو کې جوړ شوى، ۴ زره ۵۰۰ افغانۍ لګښت پرې راغلى دى.
دغه محصلان وايي که چېرې د دوى ملاتړ وشي نور ښه وسايل به هم جوړ کړي.
د افغان غږ (اوا) خبري سايټ (په دايکنډي کې يو ټن تاريخ تېره درمل وسوځول شول، او په کابل کې ١٤درملتونونه د سر غړونې له امله وتړل شول) تر عنوان لاندې ليکلي دي.
د دايکنډي د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې د مرغومې په ٢٧مه ۹۴ قلمه تاريخ تېره اوغير مجاز درمل، چې وزن يي يو ټن و، د نيلي ښار له خصوصي روغتيايي مرکزونو څخه راټول او سوځولي دي.
دغه راز د خوړو او درملو ملي ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په کابل کې ۱۴ درملتونونه د غيرقانوني فعاليت په دليل تړلي دي.
د افغانستان د شفقنا خبري سايټ (افغانستان کې په روغتيايي او تغذيې برخو کې د پاملرنې موسسې فعاليتونه له سره پيل شول ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د نړيوالې پاملرنې موسسې مسوولين وايي، چې د ياد بنسټ د ښځينه کارکوونکو د امنيت د تامينولو په اړه د اسلامي امارت د عامې روغتنيا د وزارت له خوا د ضمانتونو له ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کې خپل يو شمېر فعاليتونه له سره پيلوي.
\ ذ \ ج