خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

 کابل، د ليندۍ ٢٠، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو ننيو خپرونو کې د سيمي او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختراژانس خبريال د دغوسايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

اسپوتنيک خبري سايټ (د ٢٠٢٢ فوټبال نړيوال جام له سياليو سره د پرتګال خداى په اماني ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

رونالدو د ٢٠٢٢ د فوټبال نړيوال جام له سياليو سره خداى په اماني وکړه.

د اسپوتنيک د خبرله مخې؛ د پرتګال د فوټبال ملي ټيم تېره شپه  د ٢٠٢٢ نړيوال جام د سياليو په بهيرکې له مراکش سره لوبه وکړه چې لوبه صفر پر وړاندې په يوې سره  د مراکش په ګټه پاى ته ورسېده او پرتګال  له سياليو سره  خداى په اماني وکړه او مراکش نيمه پايلوبې ته لاره وموندله.

مراکش د تاريخ لومړنى افريقايي ټيم شو، چې د نړۍ  څلورو غوره ټيمونو سياليو ته يې لاره وموندله.

مراکش په قطر کې په پنځو لوبو کې يوازې يو ګول خوړلى او اسپانيا او بلجيم ته يې ماتې ورکړې ده او له کراوسي سره يې لوبه برابره پاى ته رسولې ده.

د طلوع نيوز خبري سايټ د مهاجرينو وزارت پلاوي په يوه غونډه کې د ګډون لپاره ايران ته لاړ تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د مهاجرينو او راستنېدونکو وزارت يو شمېر مقامات په څلور اړخيزه غونډه کې  د ګډون لپاره چې د افغانستان، ايران، پاکستان او د مهاجرينو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د کميشنرۍ په ګډون جوړېږي ايران ته تللي دي.

د دغه وزارت مسوولين وايي ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې په ايران کې د افغان  مهاجرينو ستونزې  او د حل لارې وڅېړل شي.

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ اوس  څه دپاسه شپږ میليونه افغان مهاجرين په ايران او پاکستان کې شپي سبا کوي.

د افغان غږ(آوا) خبري سايټ ( د کابل ښاروالۍ له خوا د ښاري بسونو فعالېدل) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د کابل ښاروالۍ وياند نعمت الله بارکزي له اوا سره په مرکې کې وويل چې ياد بنسټ د ښاري ترانسپورت د تنظيمولو په مقصد ښاري بسونه بيا فعال کړي دي.

د بارکزي د څرګندونوله مخې؛ اوس له پاميرسينما څخه تر هوايي ډګر پورې او له پاميرسينما څخه تر احمدشاه بابا ميني پورې ښاري بسونه فعال شوي  او ډېر ژر به د کابل ښار په نورو تګلورو کې هم ښاري بسونه فعال کړاى شي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا