امنیت

له نورستان سره دپاکستان په سرحدي کرښه کې دڅلوروتنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابلباختردميزان ٧
څلورتنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له افغان ځواکونو سره دنښتې په بهير کې ووژل شول .
دغه جګړه تيره شپه ناوخته له پاکستان سره دکامديش ولسوالۍ په سرحدي کرښه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو له پاکستان څخه د افغانستان په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
دنورستان ولايت دکامديش ولسوالۍ يو سيمه ييزمسوول باخترآژانس ته وويل :  چې په دې يو ساعته نښته کې څلورتنه وسله وال طالبا   ووژل شول .
ددغه سيمه ييز مسوول دڅرګندونو له مخې : دغوطالبانو له پاکستان څخه دسرحدي پوليسو په يوې  پوستې بريدوکړ چې دافغان سرتيرو  په متقابلو ډزو
کې څلورتنه  وسله وال طالبان  ووژل شول .
دافغانستان په ختيځ کې دنورستان ولايت له پاکستان سره د درې سوه شلو کيلو مترو په اوږد والي دګډې پولې په لرلو سره تل دالقاعده اود وسله والو طالبانو په ګډون دتروريستي ډلو دفعاليت شاهد دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته