خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

کابل، د سلواغې ۱۶مه، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ پر حالاتو سربېره د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو پر خپرونو کتنه کړې او دغه راپور یې چمتو کړى دى.

د طلوع نیوز خبري سایټ، د ( پاسپورټ ریاست څخه د ٣٠٠ تنو د نیول کېدو) ترعنوان لاندې لیکلي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې تر اوسه پورې د پاسپورت لوی ریاست ۳٠٠ تنه کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي او یا له دندې ګوښه شوي دي.

ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وویل، چې سرپرست حکومت د فساد د جرړو اېستلو ته ژمن دی او اوس د پاسپورټ ریاست له فساد څخه پاک شوی دی.

د افغان غږ ( آوا خبري سایټ ) د ( سرپل ولایت له قشقرې کان څخه په ورځ کې ۲۰۰ ټنه تېل اېستل کېږي) ترعنوان لاندې لیکلي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د سرپل ولایت د قشقري د تېلو له کان څخه په ورځ کې ۲۰۰ ټنه تېل استخراجېږي، چې له هغه څخه ۱۳۰ زره امریکايي ډالره عاید ترلاسه کېږي.

د یادونې وړ ده، چې په ټولیزه توګه د هېواد د تېلو حوزه د سرپل، فاریاب او جوزجان په ولایتونو کې دي، چې ټوله زېرمه یې ۱۲۰ میلیونه ټنه تثبیت شوې ده.

د اسپوتنیک خبري سایټ د ( روسیې له اروپا څخه وغوښتل چې د قرآن کریم سوځوونکی محکمه کړي او سزا ورکړي) ترعنوان لاندې لیکلي دي.

د فدراسیون شورا رییس وویل، چې دغه شورا د اروپا پارلمان له استازو غواړي هغه کسان چې په سويډن کې د قرآنکریم سوځولو مسوول ته دې سزا ورکړي.

جبارخیل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا