ټولنه

په ننګرهار کې په نویو منظور شویو بستونو کې ښځو ته ځانګړې پاملرنه کېږي

کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت د ښوونکو په ۴۰۰۰ نویو منظور شویو بستونو کې ښځو ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ دغه څرګندونې د ننګرهار د پوهنې رییس له جمهوررییس څخه د مننې په پار د ولسونو په جوړې شوې غونډه کې وکړې.
سرچینه زیاتوي چې غونډې ته جمهوررییس محمد اشرف غني په خپل استولی شوی تصویري پیغام کې وویل چې له نظام او ملي ګټو څخه د ملاتړ په پایله کې دغه ولایت ته ځانګړې پاملرنه کېږي چې ښه بېلګه یې د ۴ زرو بستونو منظورېدل دي.
په ورته وخت کې د جمهوررییس سلاکار او د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل له پوهنې ریاست څخه هیله وکړه چې د ښوونکو د ګومارنې لپاره اړتیا او وړتیا دواړه په پام کې ونیسي.
په همدې حال کې د ننګرهار د پوهنې رییس حسیب شینواري وویل چې په دغه ولایت کې اوس مهال شاوخوا یو میلیون زده کوونکي زده کړې کوي چې ۴۰۰۰ نوي منظور شوي بستونه یې ټوله ستونزه نه شي حلولی؛ خو هڅه به وکړي چې د رضاکاره ښوونکو له لارې شته ستونزه کمه کړي.
هغه ډاډ ورکړ چې په نویو منظور شویو بستونو کې به د ښځو ګومارنې ته ځانګړې پاملرنه وشي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته