
کابل، د کب ۱۵مه، باختر
يو شميرکورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلوننيو خپرونو کې د سيمي او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باختراژانس خبريال د دغوسايټونو پرخپرونو کتنه کړې او دغه رپوټ یې چمتو کړى دى.
د طلوع نيوز خبري سايټ (حنفي: د کرنې په برخه کې دې پانګونه وشي) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له کورنیو او بهرنیو پانګه والو غواړي چې په افغانستان کې د کرنې په برخه کې پانګونه وکړي.
د اسلامي امارت دغه مقام وایی، چې د هېواد اقتصادي ودې لپاره د کرنې په برخه کې پانګونې ته اړتیا ده.
د افغان غږ (اوا) خبري سايټ ( کارپوهان: اسلامي امارت بریالی شوی دی چې د داعش د تحرکاتو مخه ونیسي ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
پوځي کارپوهان وایي چې اسلامي امارت څه ناڅه دوو کلونو کې بریالی شوی، چې په افغانستان کې د داعش د تحرکاتو مخه تر یوې اندازې پورې ونیسي ځکه چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د دغې ډلې څو پټنځایونه مخکې له دې چې ځانمرګي بریدونه او چاودنې ترسره کړي د اسلامي امارت د ځواکونوله خوا له منځه وړل شوي دي.
د اطلاعات روز خبري سايټ ( د عمران خان د نیولو لپاره د پاکستان د پولیسو اقدام) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پولیسو د عمران خان د نیولو لپاره په لاهور کې د هغه استوګنځي ته تللي دي.
\ ذ