سیاست

اجرائيه رئيس: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمېسیون باید خپلواک، مسلکي او غیر سیاسي وي

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢١ :
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن شنبه ( د کب 21 مه ) نادر نادري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمېسیون د رئیس په توګه معرفي کړ.
په دې مراسمو کې د هېواد اجرائيه رئیس ښاغلي نادري ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون باید خپلواک، مسلکي او غیر سیاسي وي.
داجرايه رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، له یوې خوا څو کلنې جګړې په هېواد کې د ملکي خدماتو نظام پاشلی او له بلې خوا ځینو لاسونو هم د اصلاحاتو په پروسه کې مداخله کړې ده.
اجرائيه رئيس ټینګار وکړ، چې په تېرو دوه نیمو کالو کې، قانون ته د احترام د اصل پر اساس، حتی په یو مورد کې هم د دې ادارې په چارو کې مداخله نه ده شوې.
ډاکټر عبدالله عبدالله په داسې حال کې چې له دې ادارې سره یې د نورو دولتي ادارو او ارګانونو په متقابلې همکارۍ ټينګار وکړ، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون د بې پرېوالي او خپلواکۍ ساتلو غوښتنه هم وکړه.
اجرائيه رئيس وویل: سره له دې چې د نړۍ په سترو دیموکراسیو کې له ټاکنو وروسته د ملکي خدماتو ادارې له هر ډول سیاسي لاسوهنو مصوون پاتې کېږي؛ نو له همدې امله ایجابېږي چې دا اداره هم د یوې ملي پانګې په توګه پياوړې شي او کارکوونکي یې په ډاډ سره خپلو دندو ته دوام ورکړي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمېسیون نوي مشر نادر نادري هم ژمنه وکړه، چې په بې پرې ډول او د شفافیت اصل ته په پام سره به په دې اداره کې کار کوي. هغه وویل، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمېسیون به خپلواک او غیر سیاسي پاتې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته