خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

 کابل، د کب ۲۳مه، باختر

يو شمېرکورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو ننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باخترآژانس خبريال د دغوسايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د اسپوتنيک خبري سايټ (د هند له خوا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو ته زده کړه) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

په کابل کې د هند سفارت د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو ته انلاین زده کړې پیلوي.

د طلوع نيوز خبري سايټ (په هېواد کې د طلاق د شمېر کمښت) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د افغانستان ستره محکمه په خوشبینۍ سره په هېواد کې د طلاق د کمښت خبره کوي  او وایي په تېرو دریو میاشتو کې په ټول هېواد کې د طلاق یوازې ۴۰۰ قضیې ثبت شوي دي.

د سترې محکمې د ویاند مرستیال مولوي عنایت په دې اړه  وویل: په تېرو دریو میاشتو کې  د افغانستان اسلامي امارت په ټولو محکمو کې د طلاق ۴۰۰ قضیې ثبت شوي دي چې له دې جملې ۲۲۰ قضیو ته رسیدګي شوې، ۵۰ قضیې مستردې او پر پاتې نورو قضیو کار روان دی.

د افغان غږ (اوا) خبري سايټ (په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د پاسپورټونو تمدیدولو بهیرله سره پیل شوی، په تهران کې د پاسپورت د نه تمدیدولو جریمه معاف شوې) ترعنوان لاندي ليکلي دي.

د افغان غږ (آوا) خبري سایټ تهران: په تهران کې د افغانستان سفارت جګپوړي د یپلومات مفتي محمد علیم نوراني له (آوا) خبري آژانس سره  په مرکه کې وویل: د کب له ۲۰مې نیټې څخه د پاسپورټونو د تمدیدولو بهیر پیل شوی دی او د خوشحالۍ خبر دا چې  د تېرو کلونو د پاسپورټونو د نه تمدیدولو جریمه هم معاف شوې ده.

ج \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا