
کابل، د وري۹ مه، باختر
يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.
د اسپوتنيک خبري سايټ ( په هرات کې د اسلامي امارت والي او د ایران سرقونسل د خواف- هرات د رېل پټلۍ د ګټې اخیستنې په اړه خبرې وکړې) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د هرات والي نور احمد اسلام جار په دغه ښار کې د ايران د اسلامي جمهوريت له سرقونسل سره په کتنه کې وويل: د خواف – هرات د رېل پټلۍ د ايران او افغانستان د دواړو هېوادونو لپاره يوه حياتي پروژه ده.
د افغانستان د شفقنا خبري سايټ ( په کابل کې د وروستي برید په اړه د امریکا د استازي غبرګون، ترهګري په هر دلیل او هرځای کې د نه منلو وړ ده ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د پروني ځانمرګي برید په غبرګون کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په ټویټر کې لیکلي، چې ترهګري په هر دلیل او هر ځای کې د منلو وړ نه ده.
د افغان غږ (اوا) خبري سايټ (د لومړي ځل لپاره یو مسلمان د سکاټلنډ د واکمن ګوند مشر وټاکل شو) تر عنوان لاندې ليکلي دي.
د سکاټلنډ د ملي ګوند غړو د ګوند دننه رایې ورکولو په پایله کې (حمزه یوسف) د واکمن ګوند د نوي مشر په توګه وټاکه.
د اطلاعات روز خبري سايټ ( امنیت شورا: ترهګري د افغانستان او د نړې د سولې او امنیت لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په کابل کې د وروستي ځانمرګي برید په غبرګون کې په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې ترهګري د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته تر ټولو جدي ګواښ دی.
\ ذ