امنیت

اووه تنه طالبان په کونړکې ووژل شول

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٠
اووه تنه ډار اچوونکي تېره شپه په کونړ ولايت کې له سرحدي پوليسو سره په نښته کې ووژل شول او دولس تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: جګړه د مرورې ولسوالۍ د غاښى په ساحه کې هغه وخت ونښته چې په لسګونو تنو وسله والو طالبانو د سرحدي پوليسو په امنيتي پوستې بريدونه وکړل.
خبرځاى زياته کړه: ددغې نښتې په بهيرکې چې درې ساعته يې دوام وکړ؛ درې تنه سرحدي پوليسان ټپيان شول چې روغتيايي حالت يې مخ په ښه والى دى.
سيدخيل زياته کړه چې د وژل شويو ډار اچوونکو مړي دجګړې په ډګرکې پاتې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته