
کابل، د غوايي۱۳ مه، باختر
يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى
د افغانستان د شفقنا خبري سايټ (د ملګرو ملتو عمومي منشي: افغانستان به په هېڅ عنوان یوازې پرې نږدو ) تر عنوان لاندې ليکلي دي.
د ملګروملتونو سرمنشي د دوحې په غونډه کې وویل، افغانستان به په هېڅ عنوان یوازې پرې نږدو.
د افغان غږ (اوا) خبري سايټ (د بلخ پولیسو په دغه ولایت کې څه د پاسه۶۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده) تر عنوان لاندې ليکلي دي.
د بلخ د امنيې قومندانۍ وياند وايي د بلخ ولايت په چمتال، دولت آباد، چاربولک، کلدار او زارع ولسواليو کې پر څه د پاسه ٦٠ جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار د دوی د ځواکونو له لوري اړول شوي دي.
د اطلاعات روز خبري سايټ (امیرخان متقي به ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي) تر عنوان لاندې ليکلي دي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي به د روانې اوونۍ په پای کې د یوه سیاسي او سوداګریز پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل وايي، ښاغلی متقي به په اسلام اباد کې له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره پر سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، سیمه ییز ثبات او ټرانزیټ په اړه خبرې وکړي.
\ ذ