
۱۳– کابل، د غوایي ۲۳مه، باختر
يو شمرکورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو ننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باخترآژانس خبريال د دغوسايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.
د افغانستان د شفقنا خبري سايټ ( د اسلامي امارت او ایران د سرحدي ساتونکو ترمنځ د سرحدي شخړو د حل په موخه خبرې وشوې ) تر عنوان لاندې ليکلي دي.
د اسلامي امارت د ۲۰۷ الفارق قول اردو سرحدي چارواکو یوه پلاوي د ایران له سرحدي ساتونکو سره د سرحدي شخړې په هکله خبرې وکړې.
دغه کتنه وروسته له هغه ترسره شوه چې ایراني ځواکونو د افغانستان له صفري نقطې څخه د سړک جوړولو هڅه وکړه چې د اسلام قلعه کنډک د سرحدي ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه.
په دې کتنه کې دواړو لورو د ډيپلوماټيکو لارو د شخړو په حلولو او د انجنيرانو له خوا د ګډو ټکو پر ټاکلو ټينګار وکړ.
د طلوع نیوز خبري سايټ ( د قطر لومړي وزیر قندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره وکتل ) تر عنوان لاندې ليکلي دي.
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر عمر بن عبدالرحمن آل ثاني پرون په قندهار کې د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره وکتل.
د اسپوتنیک خبري سايټ ( په کابل کې د برېښنایی بسونو له سره فعالیت) تر عنوان لاندې ليکلي دي.
چین په کابل کې د برېښنايي بسونو د فعالیت د بیا پیلولو وړاندیز وکړ.
په بیجینګ کې د افغانستان شارژدافیر سید محی الدین سادات د (CRRD (AHUZHOU LOCOMOTIVE CO.LT وړاندیز ترلاسه او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي امارت اړونده ادارې ته به یې وسپاري.
د افغان غږ (اوا) خبري سايټ ( په افغانستان کې د برېښنا د نشتوالي ستونزه ډېر ژر حل کېږي، سوداګر باید په هېواد کې پانګونه وکړي ) لیکلي دي.
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادراعلام وکړ چې په افغانستان کې د صنعت کارانو د ملاتړ په خاطر به ډېر ژر د برېښنا د کمښت ستونزه هواره شي.
نوموړي دغه راز له هېواده بهر سوداګرو څخه وغوښتل چې افغانستان ته راستانه شي او د هېواد په اقتصادي بيارغونه کې فعاله ونډه واخلي.
\ ذ