امنیت

له وسله والو طالبانو څخه دوسيلې په توګه استفاده نه له سوداګرۍ څخه دوسيلې په توګه استفاده .

کابل باختر دوږي شپږ ويشتمه :
دپاکستان واکمنان اوس له تجارتي اړيکو څخه هم دوسيلې په توګه کار اخلي .
  دباختراژانس خبريال ليکي: له کلونو کلونو راپديخوا پاکستاني واکمنانو په سيمه ييزو معادلاتوکې له ډار اچوونکو څخه دوسيلې  په توګه داستفادې  تر څنګ سوداګرۍ هم  له افغانستان او له نورو هېوادونو سره په اړيکو کې په سياسي وسيلې بدله کړې ده .
له افغانستان سره دپاکستان دتجارتي اړيکو تاريخ په وار وار ددغه هېواد دواکمنانو ددغه شان ناغيړيو ډګر دى
دکارپوهانو په باور په سيمه ييزو او نړيوالو معادلاتو کې دپاکستان ددولت دسياست بنسټ په ټگيو اوبرګيواو چل ول  ايښودل شوى دى .
  ددغه هېواد واکمنانو ددغه شان ناوړه سياست په تعقيبولو سره نه يواځې دسيمې هېوادونه بلکې نړۍ هم له ډار اچونې سره دمبارزې په  هلوځلو کې له چلنج  سره مخامخه کړې ده خو په سيمه  کې په اقتصادي اوسياسي اړيکو کې زموږ دهېواددمشرتابه خردمندانه سياستونو اوس دهغو سياستونو  تومار چې دپاکستاني واکمنانو له خوا دټګۍ اوبرګۍ  دتزوير  پربنسټ په سيمه کې تعقيبيږي ، له منځه وړى دى. پاکستان  دستروهېوادونو او ددغه هېواد دخلکو تر څرګندو او پټو فشارونو لاندې نيول شوى دى خو دغه فشارونه دومره اغيزمن نه دي چې دپاکستان واکمنان دې ته اړ باسي چې په سيمه کې دغه شان ناغيړۍ او بې پروايۍ  پاى ته ورسوي .
  په هر صورت مشهور متل دى چې کوږ بار هدف ته نه رسيږي که چيرې  پاکستاني واکمنان  له دې زيات په سيمه ييزو او تجارتي  اړيکو کې  ناسالمې سياسي سيالۍ محور وګرځوي  بايد زياتې  رسوايۍ   ته سترګې په لارواوسي .
دافغانستان اقتصادي دوکتورينو په وار وار په دې مسئلې  ټينګار کړى دى چې بايد افغانستان دپاکستان په تجارتي  بازار ډډه ونه لګوي په همدې دليل دولت دداسې انتخابونو په باب کار وکړ چې دپاکستان په نسبت دافغانستان تجارتي تړلتيا نه يواځې کمه بلکې ټيټې کچې ته يې ورسوي .
درارسيدلو خبرونو له مخې  :دغې مسئلې دپاکستان په اقتصاد سخته  منفي اغيزه کړې ده .
  په نوي انکشاف  کې کله چې دپاکستاني واکمنانو له خوا دافغاني سوداګرو په مالونو بار وسايطو ته دتيريدو اجازه ورنه کړى شوه .
دافغانستان جمهور رييس په يوه بې ساري اقدام کې دپاکستان په تجارتي مالونو بار وسايطو تيريدل چې دافغانستان له لارې منځنۍ اسيا ته روان و ، منع کړل
دغه بې سارى اقدام له شک پرته دمنځنۍ اسيا له هېوادونو سره دپاکستان په تجارتي  اړيکو منفي اغيزې کوي او هغه څه چې  پاکستاني سوداګر او پانګه وال يې دتاوان په نامه زغمي ددغه هېواد دواکمنانو دلڼدپاروسياستونو زيږنده دي
ځکه دوى غواړي له تجارتي اړيکو څخه هم دوسيلې په توګه کار واخلي لکه څنګه چې دکلونو کلونو په اوږدو کې يې دغه شان کارونه کړي دي
ددغه شان سياست تعقيبول نه دپاکستاني واکمنانو په ګټه او نه هم ددغه هېواددسوداګرو اوپانګوالو په ګټه دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته