(PS)خبرونه(PS)تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو خپرونو ته کتنه

– کابل، د غبرګولي ۷ مه، باختر

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.

د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.

د اسپوتنيک خبري سايټ ( د ایران او افغانستان پر پوله د نننۍ نښتې جزيیات) ترعنوان لاندې ليکلي دي.

د اسپوتنیک د خبر له مخې، د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې د جګړې په غبرګون کې د اسلامي مارت ویاند وویل چې اسلامي امارت نه غواړي له خپلو ګاونډیانو سره جګړه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د ایران او افغانستان پر پوله د جګړې له امله د اسلامي امارت د پوله ساتو ځواکونو د کړکېچ د څېړلو په موخه غونډه جوړه کړې تر څو د رامنځته شوي تاوتریخوالي لاملونه وڅیړي.

د افغانستان د شفقنا خبري سايټ ( متقي: د افغانستان او ایران ترمنځ کړکېچ د خبرو او تفاهم له لارې حل کیدای شي) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ مسایل د خبرو او تفاهم له لارې حل کیدای شي.

د افغان غږ (اوا) خبري سايټ ( د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اتباعو د تګ راتګ د اسانتیاوو لپاره یوه ګډه کمېټه جوړیږي ) تر عنوان لاندې ليکلي دي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي ویلي چې په کابل کې يې د پاکستان د سفارت له شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې پاکستان ته د افغان اتباعو د تګ راتګ د آسانتیاوو برابرولو لپاره د یوې ګډې کمیټې پر جوړولو هوکړه کړې ده.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا