
– کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر
يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبري سايټونو په خپلو نننيو خپرونو کې د سيمې او نړۍ د حالاتو ترڅنګ د افغانستان حالات هم څېړلي دي.
د باختر آژانس خبريال د دغو سايټونو خپرونو ته په کتنې سره دغه راپور چمتو کړى دى.
د افغانستان شفقنا خبري سايټ ( د ژغورنې نړیواله کمېټه: اروپایي هېوادونو افغان ګډوال له پامه غورځولي ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې، اروپايي اتحادیه د افغان کډوالو په اړه په (حیرانونکې بې پروایۍ) تورنه کړې ده.
ګارډین د ژغورنې نړیوالې کمېټې په حواله د جون په ۱۰مه د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې ګڼ شمېر افغان کډوال د یونان په ټاپوګانو او د زندانونو په څېر کمپونو کې د اروپايي ټولنې د پولو تر شا بند پاتې دي.
تېره اوونۍ د هغو ۱۸ افغان کډوالو جسدونه چې له بلغاریا څخه اروپا ته د تللو په لاره کې مړه شوي وو، کابل ته راوړل شول او د خپلو کورنیو له خوا خاورو ته وسپارل شول.
د افغان غږ (اوا) خبري سايټ ( افغانستان د “سي پک” په اقتصادي پروژه کې شامل شو ) ترعنوان لاندې ليکلي دي.
پاکستان او چین د افغانستان د ۶۰ ملیاردو ډالرو په ارزښت د چین- پاکستان اقتصادي کریدور پروژه کې د سی پک په نامه یو تړون لاسلیک کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه هېواد چارواکو له خپلو چینايي سیالانو سره موافقه کړې تر څو افغانستان ته د یو کمربند او د یوې لارې د غځولو طرحه برابره کړي.
\ ذ